اوکراين کې روانه جګړه

په اوکراین کې روانه جګړه نوره هم پراخه او شدیده شوې ده.

اوکرايني چارواکو ويلي چې روسي پوځيانو تازه زموږ د تياتر يوه ودانۍ تر برید لاندې راوستې، چې هلته زرګونه کسان له جګړو څخه پټ وو او ښايي چې ډېره درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې وي.

د روانې شدیدې جګړې تر څنګ د امريکا ولسمشر بايډن هم تازه څرګندونې کړي او ولاديمير پوتین ته يې د يو نړۍ وال جنایت کار خطاب کړی دی. هغه په اوکراین کې د پوتين روانې کړنې په کلکو ټکو غندلي دي.

بلخوا بيا د اوکراین ولسمشر ويلادیمیر زلنسکي وايي چې‌ روسيه په يو ترهګر هېواد بدله شوې ده او هر هغه څوک يې چې د ورانۍ مخه ونيسي؛ نو نه يې پرېږدي او وژني يې.

هغه ويلي که څه هم د روسیې پرمختګ دومره د پام وړ نه دی، خو وايي ډېر درانه تلفات یې اړولي دي او لا هم اوکراينيان يې پر وړاندې کلک مقاومت کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button