امریکا کې یو پاکستانی د درغلۍ په تور په ۱۲کاله بند محکوم شو

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې یو پاکستانی وګړی په امریکا کې د جعلي پیسو د لېږدولو او درغلي په تور په ۱۲ کاله بند او ۴۸ میلیون ډالرو نغدي جریمې محکوم شوی دی.

د خامه پرېس خبري آژانس د راپور په حواله، د امریکا د عدلیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د پاکستان د راولپینډۍ ښار اوسېدونکي دغه ۳۳ کلن سړي د خپلو جعلي کارونو لپاره د هندي نومونو نیلېش پټېل، سنجې کپور او راجېش دیسای په نوم ګڼ شمېر نور نومونه کارولي دي.

خامه پرېس خبري آژانس زیاتوي چې د محکوم شوي کس اصلي نوم محمد عتیق دی چې د پیسو په سپینولو او روغتیايي جعل کاریو کې یې لاس درلود.

ویل کېږي چې عتیق نومي پاکستاني تر ۲۰ ډېر روغتیايي شرکتونه په کنټرول کې لرل او د درملنې په جعلي دعوو یې ۴۰ ملیون ډالر لاس ته راوړي دي.

عتیق د جعلي پیسو د لېږد د دسیسې په توګه خپلو امریکایي کارکوونکو ته لارښوونه کړې وه چې دا چیکونه په جعلي طریقه د امریکایي بانکونو هغو اکاونټونو ته ولېږي چې د پیسو د بهرنۍ منتقلۍ د کاروبار لپاره بهرنیو اخیستونکو ته ټاکل شوي وو.

په بیان کې ویل شوي چې د پیسو د لېږدولو تجارت کوونکو بیا عتیق ته په پاکستان کې نغدې پیسې ور ادا کړې او همدارنګه په پاکستان کې یې هغو بانکي اکاونټونو ته ور ولېږلې چې د ده په کنټرول کې وو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button