امریکایي وګړي: بایډن ډاکو او نړیـوال غل دی

د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه د امریکایانو له غبرګونونو سره مخ شوې. د افغانستان د شتمنیو په اړه د جوبایډن هغه پرېکړه په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده چې د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه یې کړې ده.

امریکایي وګړو د ټولنیزو رسینو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني او غیر عادلانه بللې او هغه یې په بېلابېلو سپکو الفاظو غندلی دی. ځینو ورته د ډاکو او ځینو بیا ورته د نړیـوال غله لقبونه کارولي دي.

د امریکایي رسنیو راپورونه وايي، چې بايډن په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ وخت دومره نه و سپک شوی، لکه په دې پرېکړه چې غندل کېږي.

په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د جوبايډن دغه پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي ده چې ان امریکايي وګړي یې هم مخالفت کوي.

کوګلمن زیاتوي دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او د سپټمبر د ۱۱ د پېښې د قربانیانو کورنۍ هم غواړي چې دا پیسې د افغانستان خلکو ته ورکړل شي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button