امريکا کې زرګونه پروازونه لغوه شوي

په امریکا کې د کرونا نوې بڼه د سفرونو او تګ راتګ د اختلال سبب شوې ده. د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې په امریکا کې د کرونا د اومیکرون بڼې د خپرېدو له امله د کریسمس په درشل کې ۲۶۱۷ پروازونه لغوه شوي او شاوخوا ۱۰۵۰۰ نور ځنډول شوي دي.

بلخوا امریکايي چارواکو ويلي چې د رېل پټلۍ له لارې هم د سفرونو په لړۍ کې ځنډ راغلی دی.

په ورته وخت کې د امریکا حکومت ددې ويروس د مخنيوي په لپاره خلکو ته د جدي پاملرنې سپارښتنه کړې ده او ټینګار کوي چې که امریکايي وګړي روغتیايي سپارښتنو او ځینو محدودیتونو ته پاملرنه و نه کړي ددې احتمال شته چې لا ډېر کسان په اومیکرون بڼه ویروس اخته شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button