امريکا کې انسان ته د حيوان زړه پيوند شو
امريکايي ډاکټرانو وکولای شول چې د زړه يو ډېر خطرناک عمليات په بريالي توګه پای ته ورسوي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ډاکټرانو په بریالیتوب سره د خوګ زړه یو انسان ته ور پیوند کړ، چې ورسره یاد امریکایي وګړی د نړۍ لومړی انسان شو چې د حیوان زړه ورته پيوند شو.
انسان ته د خوګ دغه پيوند شوی زړه د جنیټیکي پلوه اصلاح شوی و، چې ۵۷ کلن امریکایي وګړي ډیویډ بینیټ ته پیوند کړای شو.
ډاکټرانو بيا ويلي چې، دا لا معلومه نه ده چې دا کس به څومره وخت د ژوندي پاتې کیدو چانس ولري؛ خو زياتوي چې د جراحي دا عملیات ښایي په نړۍ کې د انسان د غړو کمبودۍ ناورین په له منځه وړولو کې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، امریکا کې هر ورځ ۱۷ تنه د انسان غړو پیوند ته په انتظار کې مري.