امريکا: روسیه پر اوکراین برید کوي

بايډن وایي روسیه پر اوکراین برید ته نږدې شوې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن رسنیو ته په خبرو کې ویلي روسیې پر اوکراین د برید لپاره ټول چمتوالی نیولی دی او له همدې کبله يې دغه هېواد څخه د امریکایي وګړو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

هغه وایي که چېرې روسیه پر اوکراین برید وکړي نو دوی د خپلو وګړو د اېستلو لپاره ځانګړي پروازونه نه شي ترسره کولای، ځکه روسیه غواړي لومړی هوایي بریدونه وکړي.

بايډن دغه راز ويلي چې دا به په نړۍ کې يو بې مخینې وضعیت وي چې ښايي پراخې ناندرۍ رامنځته کړي.

ددې تر څنګ اروپايي هېوادونو هم خپلو وګړو ته امر کړی چې له اوکراین څخه ووځي او ځانونه دې يو خوندي ځای ته ورسوي.

د امريکا او روسيې ترمنځ ناندرۍ له هغه مهال زياتې شوې، چې امريکا پرېکړه وکړه اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button