امريکا: روسیه دې نور پر اوکراین بريدونه ودروي

امریکا یو ځل بیا له روسیې څخه غوښتنه کړې چې په اوکراین کې دې روانه جګړه او انسان وژنه ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې روسیه  باید ژر تر ژره له اوکراین څخه خپل سرتېري وباسي او روانه خونړۍ جګړه دې نور پای ته ورسوي.

امریکا همداراز ويلي چې روسیې نه يوازې د اوکراین پر خاوره برید کړی، ددې تر څنګ يې په ټول اوکراین کې په رسنیو هم سخت بریدونه پيل کړي دي.

امريکا ويلي روسي پوځيانو ټولنیزو رسنیو ته د روسي او اوکرايني وګړو لاسرسی محدود کړی دی او هڅه يې داده چې عام خلک له معلوماتو ناخبره وساتي.

امریکا ټینګار کوي که روسیه په اوکراین کې خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکوي نو نور به هم د منزوي حالت په خوا لاړه شي.

امريکا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه په اوکراین پلازمېنه کيف باندې د‌ روسيې د سختو بريدونو راپورونه ورکول کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button