امريکا روسيې ته خبرداری ورکړی

امريکا روسيې ته په قزاقستان کې د پوځیانو ځای پر ځای کېدو او لاريونونو د کنټرول په اړه خبرداری ورکړی.

واشنګټن ویلي چې نړۍ په قزاقستان کې د بشري حقونو د نقض څارنه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، چې امریکا او نړۍ به په واضحه توګه د بشري حقونو هر ډول نقض ته پاملرنه وکړي.

پرایس همدارنګه څرګنده کړه امریکا به د روسیې د هر هغه اقدام څارنه وکړي چې ممکن د قزاقستان د اداراتو د نیولو زمینه مساعده کړي.

فرانس پرس خبري اژانس د نېډ پرایس له قوله ليکلي چې د قزاقستان حکومت باید دا روښانه کړي چې د کوم منطق پر اساس یې د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون له سازمان څخه د پوځیانو د غوښتلو پریکړه کړې ده.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قزاقستاني سیال مختار تلوبیردي سره په ټلفوني خبرو کې له سوله ییزې لارې د ستونزې د هواري او د مطبوعاتو آزادي ته د درناوي په کولو ټینګار کړی دی.

امريکا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په قزاقستان کې د نفتي توکو د بیو لوړیدو په غبرګون لاریونونه د صدراعظم او کابینې له استعفاء وروسته هم غلي نه شول،‌ چې د حکومت په غوښتنه د روسیې پوځيان‌ يې کنټرول لپاره لاس په کار شول.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button