امريکا او بريټانيا: روسیه به په اوکراین کې ماتوي

امریکا او برېټانیا وایي په ګډه به روسیه په اوکراین کې ماتوي.

بريټانيا او امريکا وايي چې دوی به روسیه په اوکراین کې په ګډه له ماتې سره مخ کوي.

د بريټانيا د بهرنيو چارو وزيرې او د امريکا د بهرنيو چارو وزير په يو ګډ خبري کنفرانس کې د ګډون پر مهال ويلي، چې دوی به خامخا روسیه په اوکراین کې له ماتې سره مخ کوي.

د‌ امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې هېوادونه د جګړو له لارې نه نېول کېږي او دوی له خپلو ملګرو سره په ګډه روسیه ماتوي.

بلينکن ويلي چې روسيه به د اوکراین ښارونه ونيسي، خو هيڅکله نه شي کولای د اوکرایني وګړو زړونه ترلاسه کړي او ټينګار کوي که روسیه له اوکراین څخه ونه وځي؛ نو  په یو دایمي جګړې کې به ځان ښکېل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا پر روسیې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې لاس په کار شي او له اوکراین نه دې ووځي.

نوموړي دا هم ويلي چې روسيه دې په اوکراین کې خپله ستراتیژیکه ماته ومني.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button