افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا د انګلینډ پر وړاندې لوبه کوي

افغان له نولس کلنو کم عمره لوبډله سبا د انګلستان پر وړاندې د لوبې ميدان ته کښته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان له ۱۹ کلونو لږ عمره ملي لوبډله به سبا د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړۍ وال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د انګلستان له ۱۹ کلونو لږ عمره ځوانانو سره مخ شي.

افغان بورډ همداراز وايي چې لوبډله يې د سبا ورځې لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ټاکل شوې دغه لوبه سبا مازدیګر د افغانستان پر وخت  ۵:۳۰ بجې د نارت ساونډ په سر ویوین ریچارډز لوبغالي کې پیل شي.

افغان ځوانانو تر دې وړاندې د سريلانکا لوبډلې ته ماته ورکړه، چې په دې سره يې نيمه پايلوبې ته لار ومونده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button