افغان کډوالو ابوظبۍ کې لاریون کړی

د ابوظبي په کیمپونو کې میشتو افغان کډوالو لاریون کړی دی. کې
په ابوظبۍ کې ګڼ شمېر هغو افغان کډوالو چې په امریکايي کیمپونو کې پراتو دي لاریون کړی دی. دا افغان کډوال وایي چې له ۶ میاشتو را په دې خوا په دغو کیمپونو کې اوسېږي خو لا یې هیڅ برخلیک نه دی معلوم شوی.

دا افغان کډوال وایي، چې د ځینو یې تر شپږو میاشتو پوره کېږي چې د ابوظبي په کیمپونو کې میشت دي خو تر دې دمه یې امریکا په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دا کډوال زیاتوي چې په دې ډله کې یو شمېر کسان اسناد لري خو داسې کسان هم شته چې هیڅ اسناد نه لري، خو امریکا یې په لېږد کې بې غوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر او نورو هېوادونو په کېمپونو کې هم سلګونه افغان کډوال بې برخلیکه پراته دي.

واک ته د طالبانو د ډلې له رسېدو سره سم زرګونه افغانان په بېړنۍ توکه له هېواد څخه ووتل چې ځینې یې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
بلخوا د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي بیا له افغان کډوالو په بار بار هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button