افغان کرکټ ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې لوبې لري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې جنوري مياشت کې د نيدرلنډ پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د نيدرلنډ لوبډلې پر وړاندې د دریو یو وځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.

کرکټ بورډ وايي دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان په کوربتوب په قطر هېواد کې ترسره شي چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه به هم ګڼل کېږي.

د کرکټ بورډ په وینا د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي، چې د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه به پای ته ورسېږي.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button