افغان کرکټ به د بریا تر عروجه رسیږي

افغان کرکټ به د بریا تر عروجه رسیږي

غواړم نن ځینو هغو ټکو ته په لنډ ډول اشاره وکړم چې موږ ته د مسوولیت راسپارل کېدو وروسته په ښه ډول ترسره شوي او هڅه مو کړې چې دغه دروند مسوولیت په نسبتاً ښه توګه پر مخ یوسو، ځکه له کرکټ سره زما د ځورېدلو هېوادوالو خوښۍ او مسکاوې تړلې دي.

باید دا قضاوت خلکو ته پرېږدم چې د افغانستان کرکټ بورډ ته د نوي مشرتابه په راتګ سره څومره نوي بدلونونه رامنځته شوي او هېوادوالو ترې څومره تود هرکلی کړی دی، له شک پرته چې کله نیت پاک او اراده سپېڅلې وي نو هرو مرو به تر هغو موخو رسېږې چې د یوې ادارې لپاره مو ټاکلې وي، ځکه د پاک نیت او ارادې، ثمره او پایله مثبته او له خوښیو ډکه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه رییس په توګه دا په دغه اداره کې زما څلورمه میاشت ده چې یاد ماموریت مخ ته وړم. ملت حق لري چې زما د لاسته راوړنو پوښتنه وکړي، او زه ورته ځواب وړاندې کړم او خپل مسوولیت باید په ښه ډول ترسره کړم.

ډېری اشخاص او ځوانان راته وایي چې موږ دې کلک ملاتړي یو، هغوی ته همېشه زما ځواب دا وي چې که په ښه ډول روان وم نو ومې هڅوئ او لا ډېر نېک نظرونه راکړئ او که چېرې مې کوم کار نیمګړی و او یا هم د ادارې په زیان و، په کلکه مې مخالفت او نقد وکړئ، ځکه یو مسوول کس هغه مهال خپله لاره ورکوي چې د څنګ ملګري یې په دواړو ښو او بدو کارونو کې ورته چکچکې وهي.

افغان کرکټ که دومره په چټکتیا سره پرمختګ کړی نو خامخا د چا د اخلاص پایله ده، خو بیا هم په هره اداره کې د اصلاح ځای وي. د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په راتګ سره مو د ادارې ارزیابې پیل کړه، ۱۴ ولایتي استازي مو له دندو ګوښه کړل او بستونه مو اعلان ته وړاندې کړل، ځکه په اړوندو کارونو کې یې ډېرې نیمګړتیاوې تر سترګو کېدې، بیا هم که هر څوک پوهه ولري، مسلکي وي؛ کولی شي چې د یادې لړۍ له لارې له بشپړ پلان سره ځان کاندید او یادو بستونو ته لاره ومومي.

باید ووایم چې د اصلاحاتو دغه لړۍ مو له خپلو ځانونو پیل کړه، ځکه په اداره کې مو لومړی د عمومي رئیس بیا زما او دغه راز په ترتیب سره د نورو کارمندانو ورځني مصارف، معاشونه او لګښتونه د نوې پالیسۍ له مخې له ۳۰ تر ۷۰ سلنې راکم کړل، خو دغه اندازه مو بیرته د کرکټ د پرمختګ لپاره ځانګړې کړه. کورني کرکټ کې مو د لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو لپاره د لوبغاړو میچ فیسونه له ۳۰ تر ۷۵ سلنې پورې زیات کړل، چې دغه چاره کرکټ ته د ادارې پوره ژمنتیا ښیي، ځکه پر کورني کرکټ پانګونه زموږ لومړیتوب دی او له همدې لارې غوره او پیاوړي لوبغاړي ترلاسه کولی شو.

له دې وړاندې به د عمومي او اجرائیه رییسانو تر منځ مشکلات او ستونزې تر هغې کچې وې، چې حتی د یو او بل پر وړاندې د مداخلو او تربګنیو له امله به ادارې هیڅ مثبت خوځښت نه کاوه، خو له نېکه مرغه موږ دواړو اوس سکرتریت واحد کړی، که څوک راسره کار لري؛ کولی شي چې له یوه دفتره موږ ته خپل کار رامخکې کړي.

له ښاغلي میرویس سره مې د کار نږدې درې میاشتې پوره کېږي، په ایمان وایم چې تر ننه مو تر منځ کومه داسې وړه خبر هم نه ده راغلې، چې له امله یې ترې خوابدی شم، د یوه کشر په توګه مې تل دا هڅه کړې چې نوموړي ته هم د خپګان موقع ورنکړم.

دا د ادارې بحث دی، ممکن ستړی کونکی به وي اوس راځم هغو پوښتنو ته چې ممکن ستاسو ذهنونو کې راڅرخي، لومړی د سپانسرشپ یا عمومي مالي ملاتړ کوونکي او دویمه له سترو لوبډلو سره د سیالیو د برابرولو او یا هم د افغانستان کرکټ شل اوریز غوره لیګ پوښتنه وي.

هېوادوالو! باید ووایم چې دغه چاره تر ډېره حده له تېرو مدیریتونو هم همداسې راپاتې ده او دا چې اداره په کومه ډول موږ ته راپاتې شوې، تاسو یې ښه قضاوت کولی شئ، ځکه ډېر وخت هیڅ لوبې نه وې شوې، سپانسر نه و او همدارنګه دغه چاره د هېواد په سیاسي او اقتصادي حالاتو پورې هم تړلې ده.

د افغان اتلانو او ځوانانو د هلو ځلو او زحمتونو په پایله کې افغان کرکټ اوس د نړۍ په ۱۰ لویو لوبډلو کې شمېرل کېږي، خو دغه مقام په نورو ډګرونو کې بیا داسې نه دی، ځکه که چېرې وګورو زموږ د تعلیم، اقتصاد، طب، ټیکنالوژي، د نیدرلینډ، ایرلینډ، زمبابوي، په مقابل کې په کوم مقام کې قرار لري؟ نو د سیالیو په ډګر کې موږ یادو هېوادونو ته ماتې ورکړې نو دا ستر مقام دی چې باید پرې وویاړو او د زړه له تله پرې خوښي څرګنده کړو.

بیا هم باید وارخطا نه شو، څومره وس مو چې رسیږي نو نه یې سپموو، چې یوه ښه بېلګه یې ملي لوبډلو ته د ریاض حسن، عبدالرحمن، عظمت الله عمرزي، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، فضل حق فاروقي او د قیس احمد په څېر د وړ او ځوان لوبغاړو رامخ ته کول دي، دغه راز د کورني کرکټ غوراوی هم راته لومړیتوب لري، ځکه له دغه ځایه ستر او پياوړي لوبغاړي ترلاسه کېږي چې باید ډېر پکې دقیق واوسو او د مصارفو په راکمولو سره به سپما شوې پیسې پر لوبغاړو او د کرکټ پر پرمختګ ولګوو.

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره هم بشپړ پلان په پام کې نیول شوی چې د لومړیو ګامونو له پورته کولو او د بشپړې روڼتیا څخه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته به د دغه لیګ د دویم پړاو ترسره کولو لپاره مټې رابډ وهو او په ښه ډول به یې ترسره کړو.

دغه راز د ادارې په ټولو څانګو کې بشپړه روڼتیا، مسوولیت منل، د ورورګلوۍ او باور فضا رامنځته کول، غوره مالي مسیر، د ملي لوبډلې پرله پسې بریاوې، په نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو څلورم مقام، حق حقدار ته سپارل، مؤثره پالیسې او پلانونه رامنځته کول، د راتلونکو نړیوال جامونو لپاره بشپړ تیاری او پلانونه، د دولت په مرسته په سختو حالاتو کې د ویزو ترلاسه کول، د لوبغاړو سفرونه او داسې نور ډېر موارد هغه څه دي چې په لنډه موده کې مو ترسره کړي دي.

په پای کې بیا هم له خپلو ټولو هېوادوالو غواړم چې په نېکو کارونو کې مشوره راکړي او په ناسمو کارونو کې پر موږ نیوکې وکړي او لاره راته وښيي، ځکه کرکټ اوس د یوه ستر ملت د خوښۍ او سرلوړۍ لوبه ده، د افغانانو پر مخونو مسکاوې راوړي او ډېرې هیلې ترې لرو، ان شاءالله موږ به تل هڅه کوو چې داسې چارې او کارونه ترسره کړو چې ستاسو د خوښۍ او د افغانستان د لا ډېرې سرلوړی لامل وګرځي.»
نصیب خان

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button