افغان مېرمن په امريکا کې د افغان ښځو استازې ټاکل شوې

امریکا د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په يوې خپره شوې اعلامیه کې ويلي چې دوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې، چې بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته به د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.

مېرمن امیري په امریکا کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې دي او له دوه لسیزو راهیسې یې د ملګرو ملتونو او امریکايي حکومت په مهمو څانګو او برخو کې دندې ترسره کړې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button