Trending
افغانستان کې لوی بشري ناورين رامنځته کېږي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي چې په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی.
يادې ادارې تازه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو څخه یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی.
سرچینې همدا راز ويلي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.
اوچا اداره وايي نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې پر وخت له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه ددغه ناورین د پراختیا مخنیوی وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې که په افغانستان کې پر وخت بشردوستانه مرستې ونه شي نو راتلونکي مياشتو کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو په حال کې دی.