افغانستان ته د ایران واردات زیات شوي

د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي دي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي رسنیو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو په سوداګریزو چارو په ځانګړي ډول په وارداتو منفي تاثیر کړی و، خو په وروستیو څو اوونیو کې له ایرانه د افغان سوداګرو واردات عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

که څه هم ښاغلي الکوزي له ایرانه افغانستان ته د واردات کره ارقام و نه ښودل، خو ويې ویل چې افغان سوداګر تر ډېره د تولیداتو لپاره خام مواد، الکترونیکي وسایل، خوراکي او د مينځلو او سونګ توکي له ایرانه واردوي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوې میاشتې لپاره له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه درېدلې وه، خو اوس صادرات کم او واردات بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button