افغانستان بانک: نن کابل ته ۳۲ ميليونه ډالر راورسېدل

کابل ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په دوام کې نن بیا ۳۲ میلیونه ډالر راورسېدل.

د افغانستان بانک د يو خبر په خپرولو سره ويلي، چې نن له افغانستان سره، د ملګرو ملتونو له لوري د بشردوستانه مرستو په لړ کې ۳۲ ميليونه ډالره کابل رارسېدلي دي.

د دغه بانک په خبر پاڼه کې راځي؛ هېواد ته د ملګرو ملتونو له خوا د بشري مرستو په لړ کې دا ۱۸ مه د نغدو ډالرو کڅوړه ده، چې کابل ته رارسېږي او د افغانستان بانک ته يې سپاري.

ياد بانک همداراز ويلي، چې دا پيسې کولای شي، د افغانیو په ثبات او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې مرسته وکړي او وايي دوی هڅه کوي، څو د هېواد اقتصادي ثبات لپاره ورسپارل شوی مسووليت په سمه توګه مديريت کړي.

د يادونې ده چې څه موده کېږي د هېواد په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت څه ناڅه ښه شوی‌‌.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button