استاد سلام لوګری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

استاد سلام لوګری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د هېواد د محلي موسیقۍ استاد سلام لوګری د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۶کالونو په عمر ومړ. د محلي موسیقۍ دغه نامتواستاد په ۱۳۱۴ه کال کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، سلام لوګري شاوخوا ۴ لسیزې د افغانستان محلي موسیقۍ ته په خورا مینه او اخلاص کار وکړ، هغه په پښتو او دري ژبې سندرې وېلې چې سندرې یې په هېواد دننه او بهر ګڼ شمېر مینوال لري، استاد سلام لوګري په ۱۳۸۲ ه کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د (بابا) لقب هم ترلاسه کړی و.

د استاد سلام لوګري د کورنۍ یو غړی محمدالله وایي، چې استاد سلام لوګری د تېرو ۴ کالونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و، نوموړی د تیرې جمعې په ورځ ومړ او د شنبې په ورځ د لوګر دهنو کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

اروا یې ښاده، یاد یې ژوندی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button