اروپايي ټولنه افغانستان د سره مرستې اعلان وکړ

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.

اروپايي ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی به له افغانستان سره د تعليمي،روغتیایي او معيشتي پروژو تطبیق او دوام لپاره ۲۶۸.۳ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د دغه سازمان په خبره، دا مرستې به د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په ياده شوو برخو کې مصرف شي.

اروپایي ټولنه دا مرسته وروسته له هغې اعلانوي چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی ښودلی او د مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې یې د یو بېساري اقتصادي بحران خبرداری ورکړی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button