آلمان: طالبان دې بشري حقونو ته درناوی وکړي

آلماني چارواکي وایي، چې په افغانستان کې دې د طالبانو نوی سرپرست حکومت بشري حقونو ته درناوی کړي،

د آلمان حکومتي چارواکي وایي، چې په افغانستان کې دې د طالبانو نوی سرپرست حکومت بشري حقونو ته درناوی وکړي او په دې هېواد کې دې وېره نه خپروي.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي جیسفر ویک د اوسلو د غونډې په جریان کې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي، چې د طالبانو د نوي حکومت او مدني ټولنې له استازو سره یې پر مهمو مسایلو بحث کړی دی.

د جیسفر ویک په وینا طالبانو ته د المان د حکومت پیغام واضح دی طالبان باید د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې حلې ځلې وکړي، بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي او د ټولو ښوونځیو دروازې دې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیځي.

جیسفر ویک ډاډ ورکړی چې آلمان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او تمه لري چې نوی حکومت د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button