یعقوب مجاهد: موږ هڅه کړې چې سرحدونو کې جنجال رامنځته نه شي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي، چې موږ ډېره هڅه کړې چې د هېواد په سرحدونو کې جنجال رامنځته نه شي،

ملا یعقوب له ملي ټلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، ډېره هڅه کړې چې د هېواد په سرحدونو کې جنجال را منځته نه شي، خو له بده مرغه ځینې وختونه چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په سرحدونو کې جنجالونه رامنځ ته کیږي، ځینې غیرې قانوني کړنې ترسره کېږي چې موږ یې مخه نیسو بیا د ګاونډیو هېوادونو پولیسو ډزې کړي، موږ ځوابیه ډزې کړي، ازبکستان سره زموږ جنجال د یو کس په وژل کېدو او یو بل کس ټپي کېدو باندې راپورته شو، موږ له ازبکستان څخه د وژل شوي او ټپي کس تاوان واخیسته.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزیر همداراز زیاتوي چې تراوسه له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانستان هیڅ حکومت د کوم وژل شوي افغان تاوان نه و اخیستی، موږ له هیچا سره جنجال نه غواړو، خو که زموږ په خاوره تیری کیږي، یا زموږ خلکو ته تاوان رسوي، بیا موږ له هیچا کم نه یو

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button