ګڼو اسيايي هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه کړې

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو د ترکمنستان په یو ګډ کنفرانس کې پر دې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او له نړيوالو يې غوښتي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو بايد له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و.

د ایران ولسمشر ویلي چې  افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی له دغه هېواد سره تر خپلې وسې مرسته کړې ده.

بل خوا ترکیه وایي چې له افغانستان څخه د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې ډول د کډوالۍ روانه څپه ودروي.

د ترکمنستان په کوربتوب ياد کنفرانس وروسته له هغې جوړېږي، چې کابو درې مياشتې وشوې پر افغانستان طالبان واک ته رسېدلي او دا هېواد له يو سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button