ګوتريش: د افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی

ملګري ملتونه ويلي د افغانانو ژوند د لوږې او بېوزلۍ له وجې ډېر خراب وضعیت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې افغانان د ژمي او فقر له وجې له سختو ستونزو سره مخ دي او نړۍ والې ټولنې ته په کار ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره اړینې مرستې وکړي.

نوموړي ويلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي، افغانستان ته دې د پیسو د لېږد زمینه برابره شي او په دغه هېواد کې دې د نغدو پیسو د کموالي ستونزه هم حل شي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو له مرستندویه خواوو هم غوښتي دي چې له افغانستان سره په خپلو مرستو او همکاريو کې پراختیا راولي او په دې ډول د افغانانو ستونزې ختمې کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button