ګارډين: امريکا له افغانستان سره ظلم کوي
ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکې په شل کلن ماموريت او له دغه هېواد څخه تر وتلو وروسته د افغانانو پر روان ژوند ليکنه خپره کړې.
د بريټانيا مشوره ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکې په شل کلن ماموريت ليکنه خپره کړې.
په دغه ليکنه کې راځي چې د امرېکې تر وتلو وروسته په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دی؛ ځکه خو خلک مجبور دي له خپله هېواده وتښتي.
راپور کې راغلي چې د امريکا ولسمشر دا هرڅه ګوري؛ خو بيا يې هم د افغانستان شتمني په خپلو بانکونو کې ساتلې ده.
د دغه راپور په يو ځای کې راځي، چې په افغانستان کې ۵ ميليونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او همدارنګه په زرګونه تنه ځوانان يې د بې کارۍ له وجې سخت ناهيلي شوي دي.
ياده ورځپاڼه زياتوي که چېرې امريکا د افغانستان پيسې ازادې نه کړي؛ نو د دغه هېواد په تاريخ کې به د نړۍ تر ټولو خراب بشري ناورين رامنځته شي او نړۍ به د بايډن دا ظلم هيڅکله له ياده نه باسي.
دغه ورځپاڼه په دې باور ده چې امريکا او ملګرو یې په افغانستان کې د خپل شل کلن ماموريت پر مهال هيڅ بنسټيز کارونه نه دي کړي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو اړتياوې پوره او لاسنيوی يې وشي.
يادې ورځپاڼې په افغانستان کې د روان بشري ناورین لامل امريکا او ملګري يې په ګوته کوي.