کونړ کې یو پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي، چې د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یو پُل د بیارغونې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغوئ زیاتوي، چې د یاد پُل په جوړیدلو سره د شلتن ولسوالۍ د شاوخوا ۱۹ زره کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي.

هغوئ همدا راز زیاتوي چې دغه پل چې ۱۰۲ متره اوږدوالی او ۶ متره سور او ۱۰ ميلونه ډالر ارزښت لري، د ټولګټو وزارت له لوري ورغول شو.

د شلتن ولسوالۍ دغه پل د تخنیکي ستونزو او د اوبو د ډېر فشار له امله نړېدلی و د کونړ ولایت شیګل، اسمار، ناړۍ او شلتن ولسوالۍ د دې ولایت له مرکز اسعد آباد ښار سره نښلوي.

د یاد پل د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د سرپرست حکومت د کنړ د والي په شمول نورو لوړپوړو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button