Trending

کندهار کې 227 تنه محصلين فارغ شول

په کندهار کې د ميرويس نيکه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه دوه سوه اوويشت تنه محصلين فارغ شول.

دا محصلين په داسې حال کې فارغېږي، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دولتي پوهنتونونه تر نامعلومې نېټې پورې تړل شوي او محصلين يې د خلاصېدو غوښتنه کوي؛ خو د خصوصي پوهنتونونو دروازې د زده کړيالانو پر مخ خلاصې دي او د خپلو زدکړو چارې په منظم ډول مخته وړي.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې هم څو ورځې وړاندې د  مالي ستونزو شکايت کړی و،چې محصلين یې د فيس د ورکړې توان نه لري، دوی ويلي و که د هېواد اقتصادي حالت په همدې ډول روان وي، نو لرې نه ده چې دروازې به يې د محصلينو پر مخ وتړل شي.

د دولتي پوهنتونونو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت حکومت تراوسه کوم غوڅ دريځ نه دی څرګند کړی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button