کله چې واوره اوري ولې چوپه چوپتيا وي او قدم وهل پکې ډېر خوند کوي
کله چې واوره اوري ولې چوپه چوپتيا وي او قدم وهل پکې ډېر خوند کوي؟!
کله مو د واورې اورېدا پر مهال د شپې يا د ورځې د سړک پر غاړه قدمونه اخيستي دي، کراره کراري او چوپه چوپتيا وي او يا مو موټر ليدلي دي چې د واورې اورېدا پر مهال يې غرهار لکه د پخوا په پرتله هغومره ډېر تېز تر تاسو نه رارسېږي ،علت یې څه دی؟ علت یې دادی چې تازه واوره او يا هغه واوره چې د ځمکې پرمخ رالوېدلې ده د خپل ځيږوالي او سپنفجي والي له امله ددې پرځای چې غږ او اواز انعکاس کړي هغه ځان ته جذبوي او د شاوخوا محيط د ډېرو غږونو د هضم کولو توان لري او هغه واوره چې اوري د اورېدا پرمهال هغه غږيږې څپې چې له دې ټوټو سره لګېږي غږ ځان ته جذبوي نو ځکه پکې چوپه چوپتيا وی . او دا چې انسان هغه د چا خبره ډيزاين شوی د سکون او چوپ ماحول لپاره دی ، نو ځکه د واورې پرمهال په چاپېریال کې له چوپې چوپتيا خوند اخلي او قدم وهل ورته ډېره مزه ورکوي.
نوراحمدعایل