کابل کې د حیواني درملو یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

په کابل کې د ستاره جهان په نوم د حيواني درملو يوې فابريکې فعاليت پیل کړ.

د رسنیو د راپورونو د معلوماتو له مخې، په کابل کې د ستاره جهان په نوم د حیواني درملو یوې فابریکې فعالیت پیل کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت مسؤلین وايي، ‏د حیواني درملو د تولید دغه شرکت نن د کابل پلچرخي په صنعتي پارکونو کې په فعالیت پیل وکړ.

هغوئ زیاتوي، چې دغه شرکت د میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په سیمه کې یو له معیاري شرکتونو څخه دی او ۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

Back to top button