کابل کې درې تنه غله وژل شوي

کابل کې په يوه وسله واله نښته کې د ا.ا ځواکونو له لورې ۳ تنه غله وژل شوي.

‏د ‎کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې نن د جمعې ورځ د پنځمې حوزې په اړونده سيمه کې د ا.ا ځواکونو او غلو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره یې په نښته کې درې تنه غله وژل شوي او له هغوی څخه یو غلا شوی موټر او پيسې هم ترلاسه شوې دي.

ځدران زیاتوي، په نښته کې ا.ا یو سرتېری هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالب سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته، په کابل کې ښار کې د غلو پېښې تر يو حده کمې شوې وې، خو د نوي ۱۴۰۱ لمريز کال له پيل سره سم په دغه ښار کې د وسلوالو غلو پېښې زياتې شوې دي.

Back to top button