ژوند د ماشوم په اوږه ناسته ښارو

ژوند د ماشوم په اوږه ناسته ښارو
جنګ لکه غشی د ړانده ښکاري

ژوند د رنګه کاغذ پران په څېر
جنګ دی د تېزې بوړبوکۍ مثال

ژوند د ټیکري پیڅکه کې غوټه روپۍ
جنګ د بوډۍ مخ ته جسد د لمسي

ژوند په مزرین څپر کې ناست ملګري
جنګ په قبرونو کې ویده ځوانان

ژوند د لونګو د چای ډک ترموز
جنګ د باران د ډنډ مردارې اوبه

ژوند د توتانو سره څښل د شړومبو
جنګ د مرمیو سره شغ د وینو

ژوند په سوکړک مستې غوړي ګډول
جنګ په هډوکو کې چنجي ګډول

ژوند لکه زمونږ په (می خیرنې) وریجې
جنګ لکه زمونږ وران شوی باغ د بادام

ژوند د ادکې د قربان غږ
جنګ د ادکې د های های چیغې

ژوند لکه یخ کې د چرګۍ غاړه
جنګ لکه یخ کې تر سهاره مزل

ژوند ماشومتوب کې د مورکۍ غېږه
جنګ د تیارې او تنهایئ غېږه

ژوند د جانان په غاړه لاس اچول
جنګ د جانان مړي ته سر شوکول

ژوند د لالی تازه پوسټ کړی انځور
جنګ د جانان ناځواب کړی مسیج

ژوند د تپې په سر بنډار جوړول
جنګ په چاودنو کې امبار د مړو

ژوند د سهار نسیم ته سر وچول
جنګ د غرمو په باد د زلفو شیندل

ژوند د زلمي په خپله خوښه واده
جنګ په میئنه جینۍ بن کول

په پای کې ژوند د جنتونو کیسې
په پای کې جنګ د دوزخونو تصویر

قدرت الله درمان

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button