ډاکټر عبدالله عبدالله له معترضو مېرمنو سره وکتل

د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د معترضه مېرمنو د خودجوشه غورځنګ له غړو سره کتلي دي.

د ډاکټر عبداالله عبدالله د رسنیز دفتر مسؤلین وايي، چې په دې لیدنه کې د یاد غورځنګ غړو د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقونو، د مېرمنو د مصوونیت او ټولنیز سیاسي مشارکت د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

هغوئ زياتوي، چې ډاکټر عبدالله یادو مېرمنو ته په خبرو کې ویلي چې د مېرمنو کار، زده کړو او اساسي حقونو ته باید درناوی او پر وخت رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې طالبانو یو شمېر لاریون کوونکې مېرمنې نیولې وې خو د نړیـوالو له غبرګونونو او غوښتنو وروسته بیرته خوشې شوې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button