چين تازه له افغانستان سره مرسته وکړه

چین تازه له افغانستان سره د یو میلیون کرونا ضد واکسینونو مرسته وکړه.

په چین کې د افغانستان سفیر جاويد قایم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ چې نن سهار یې د بیجنګ په هوایي ډګر کې د چین د حکومت څخه دغه واکسین او ۱،۵ میلیونه سرنجونه تسلیم او د هوا له لارې افغانستان استولي دي.

نوموړی وایي، چې چین به له افغانستان سره په نږدې راتلونکې دغه ډول نورې مرستې هم وکړي. بلخوا د هېواد په شمالي بندر حیرتانو کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي؛ تازه د چین له خوا خوراکي او نورو ژمني توکي چې شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دي ياد بندر ته رسېدلي او ژر به له دغه ځایه د هېواد نورو سيمو ته ولېږدول شي.د مرستو په دې‌ پکيج کې خوراکي، د اغوستلو،  او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button