چين: افغانستان ټول ګډونه حکومت ته اړتيا لري

چين وايي په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو کې ملاتړ او همکاري کوي.

په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې هم ګډون کړی و، چې له اسلامي هېوادونو سره په اړيکو او همکاريو غږېدلی. هغه په دې غونډه کې له افغانستان سره په اړيکو او همکارۍ هم خبرې کړي دي.

وانګ ويلي چې دوی په سيمه کې يو با ثباته او امن افغانستان غواړي او دا يې لويه تمه ده، چې وکولای شي د دغه هېواد په پرمختګ کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د‌ چين د بهرنيو چارو وزير همداراز ويلي چې په افغانستان کې يو ټول ګډونه حکومت ته اړتيا ده او هېواد يې چمتو دی، چې په دې برخه کې له افغانستان سره پوره ملاتړ او همکاري وکړي.

نوموړي د افغانستان تر څنګ له نورو اسلامي هېوادونو سره هم پر اړيکو خبرې کړي او ټينګار يې کړی، چې چين هڅه کوي له ټولو اسلامي هېوادونو سره په دوه اړخيزو ګټو ولاړې پراخې اړيکې ولري.

Back to top button