څه په غرور په استغنا راغله

څه په غرور په استغنا راغله، څنگه په ناز او، په ادا لاړه
راغله د کنگل، دریاب په پلونو، په قدمونو د بریښنا لاړه

رشته د حسن، او مینې شاید، چې له اضدادو، ده غړل شوې
زه یې د اوښکو، باران ته پرېښوم، هغه بریښنا شوه، په خندا لاړه

په یوه څاڅکي، اوبو دی یاره، فرق د گوجي او، د مرغلرې
برگې ډبرې، دي سترگې نه دي، له کومو سترگو، چې حیا لاړه

نه یې روښان کړ، بزم زموږه، نه یې تیارۀ کړ، محفل د غیرو
نه مو د مینې، په خوښه راغله، نه مو د رخې په رضا لاړه

ما خو کړه غاړه، درباندې خلاصه، شمو نور تاسې، پوهېږئ کار مو
بد به نه غواړئ، د فانوسونو، خوشحالې نه شئ، چې هوا لاړه

زندگي څۀ وه، درمله ياره؟ راتگ يې يو غم، تگ يې بل غم و
وه يوه ويشتلې، بې سيله زاڼه، په غوغا راغله، په غوغا لاړه

ډاکټر احسان الله درمل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button