پکتیا کې د هاوان مرمۍ چاودنې ملکیان وژلي

په پکتيا کې د هاوان زړې مرمۍ د چاودنې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د پکتیا امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سروخېلو کلي کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا ولایت مسؤلينو په وينا، په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندهار کې هم د یوې ناچاودلې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button