پښتو غزل
یوه مور اخلي له خپل بچي مچکه
په جنت کې ورته موسکه ده ملکه
په دې خړ کلي کې څه د مینې رنګ دی
په کې ګرځي د شپېلۍ نغمه نازکه
د ژوندون شېبې ګلپاڼې ورته ښکاري
چې اروا یې وي مهینه بلبلکه
زاڼې راغلې قلقلې یې صدقه شم
د آسمان سلام یې ووایه په ځمکه
د نرګسو موسم راغی را پیدا شه
د اینځر د ګل په شانې رانه ورکه
شاعرۍ رانه یو شوخ ماشوم جوړ کړی
خپل زړګی مې لوبوم لکه نانځکه
د کاروان پر سر د چا ټیټې وزرې
دنګه، ته وا د ګلونو الوتکه
پیر محمد کاروان