پړکېدونکې لېمې

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

سترګې دې ډکې دي له اوښکو څخه

په مخ دې يو عالم چوپتيا خپره ده

په خوله دې نشته دي خوږې خبرې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

ورغلو پلونو ته په وېره ګورې

د راوتليو پلونو جاج اخلې

د مستقبل او د ماضي دوړو کې ورکې نجلۍ

چې پيدا شوې يې له کيڼې پښتۍ

په څومره وېرو کې رالويه يې ته

څومره شرمونو کې دې پټه ده نازکه ښکلا

ستا تر پلو رسي د پلار د پګړۍ ولۍ پرښتې

ستا پر نازکو وليو بار د خپلو وروڼو شرم

او ستا څېره د مسخه شوي مړي غوندې ده

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

ستا په څېره د هديرې کيفيت وايي راته

چې خپلو هيلو ته خپه يې څومره

خو!

د خپل ارمان او د دېوانو منځ کې ښکېلې نجلۍ

ته نه کمزورې يې او نه يې اضافي له موږه

ته خو تودوخه يې د ژوند په ساړه ژمي کې

ته خو ډيوه يې د وحشت په تاريکيو کې

ته خو هوا يې، له تا پرته ژوند ممکن نه دے

آن په جنت کې هم

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

لږ خو د خپلې هيلې غږ واوره

لږه شه تمه خپل احساس ته ګلې

په خپل ارزښت باندې لږ ځان پوه کړه

په خپل قوت لږه خبره شه

بيا راروانه شه د خپل ارمان ډيوه په لاس کې

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

خپله کيسه پخپله وليکه

د غيرتونو او شرمونو له افسون راوځه

خپله له ژوند ډکه څېره انځور کړه

د کوه قاف د غره بې مثلې پري

ځان د دېوانو له زندانه خلاص کړه

خپل ارمانونه کړه پوره پخپله

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د پوهنتون د دروازې مخ ته ولاړې نجلۍ

د خپلو اوښکو تعبير نور په هديره مه کوه

خپلې ځلاندې پړکېدونکې لېمې

ستوري کېدو په هيلو ووينځه

او راروانه شه د خپل ارمان ډيوه په لاس کې

اجمل ښکلی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button