پي ټي ام د پښتونخوا په ټانک سيمه کې لويه غونډه وکړه

د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ نن يو ځل بيا د پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني حکومت د کړنو خلاف ستره غونډه وکړه، چې زرګونو تنو پکې ګډون کړی وو.

د‌ منظور پښتون په مشرۍ دغه غورځنګ ادعا کوي، چې پاکستاني حکومت د علي وزير په شمول يې ددوی يو شمېر مهم کسان بنديان کړي او د خلاصون لپاره يې هیڅ راز اقدام نه دی شوی.

همداراز د ياد غورځنګ مشر په نړۍ کې له ميشتو پښتنو او نړيوالو مننه کړې، چې د رسنيو له لارې ددوی کلک ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بيا د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که د غورځنګ غړي يې راخوشې نه شي، نو ددوی سترو لاريونونو سره به مخ شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button