پوهنې وزارت: ښوونځي به ډېر ژر بېرته پيل شي

پوهنې وزارت وايي ډېر ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د طالب حکومت د پوهنې وزارت وایي چې ډېر ژر به د نجونو او هلکانو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانېستل شي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې پوهنې وزارت د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لپاره جدي دی او ټول زده کوونکي به په یو ډول له تعلیمي نصاب څخه برخمن شي.

ریان زیاتوي چې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د بدلون لپاره هيڅ ډول پلان نه لري خو وايي چې په راتلونکو کلونو کې به پر دغه موضوع باندې کار وشي.

د يادونې ده چې د طالب حکومت واک ته رسېدو سره سم په ټول افغانستان کې تر دې مهاله، دولتي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي، چې دغې چارې افغانان له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.پنج

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button