پوتین او بايډن سره ليدنه کوي

د اوکراین د جنجال له پراختیا سره جوخت داسې ټاکل شوې چې بایډن او پوتین به سره وګوري.

د بهرنيو رسنيو راپورونو پر بنسټ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هلې ځلې کوي، چې د امريکا ولسمشر بايډن او د فرانسې ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره وګوري.

راپورونه وايي چې تازه د فرانسې ولسمشر له پوتین سره شاوخوا درې نیم ساعته تلیفوني مکالمه کړې او له هغه وروسته یې بایډن سره هم ټيلفوني خبرې کړې دي.

بلخوا بيا سپینه ماڼۍ وایي ولسمشر بایډن په مشروط ډول غواړي له پوتین سره وګوري، خو شرط يې دا ښودلی چې روسیه به پر اوکراین برید نه کوي.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ليدنې نور جزییات د فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې په ډاګه شي.

د روسیې او امریکا د ولسمشرانو د ليدنې دا پرمختګ دا مهال کېږي چې امريکا او ملګري هېوادونه يې وايي روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه نږدې شوې ده، خو روسیې بيا دغه ادعاوې بې بنسټه ښودلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button