پوتين او بايډن د اوکراین په اړه ويډيويي کنفرانس وکړ

د امريکا او روسيې ولسمشرانو د اوکراین په هکله خبرې کړې دي. د اوکراین پر پوله د جنجالونو  له ډېرېدو سره هممهاله پوتین او جو بایدن په یوه ویډیويي کنفرانس کې پر دې مسئلې خبرې کړې دي. بايډن پوتین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین له پولې سره یې تحرکات د زغم نه دي او د امريکا له سخت غبرګون سره به مخ شي.

جوبايډن همداراز ویلي چې روسیې ته په کار ده چې د جګړو او نظامي اقداماتو پر ځای سیاسي لاره غوره کړي. په ورته وخت کې پوتین بیا ویلي چې دوی له خپلو پولو سره د ناټو اقدامات او د وسلو ځای پر ځای کول نه شي زغملی او که دا چارې دوام وکړي نو دوی هم د غبرګون پلان لري.

په کنفرانس کې دواړو لورو په دې پرېکړه وکړه چې د ستونزې د حل لپاره به يوه کمېټه جوړوي او دا جنجالونه به راکموي.ناټو ادعا کوي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري ځکه یې زرګونه تنه سرتېري سیمې ته استولي دي، خو روسیه بیا دا ادعا ردوي.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button