په کومو حالاتو کې باید عقلي غاښ وباسو
په کومو حالتونو کې باید عقلي غاښونه وباسو:
١ کله چې عقلي غاښ غیر طبعي راختلی وي مثلا کوږ، مایل،یا هم په خپل ځای کې څرخېدلی وي.
٢ کله چې د عقلي غاښ لپاره ځای کم وي.
٣ کله چې عقلي غاښ په دوامدار شکل التهاب (پړسوب) کوي چې معمولا دا التهاب د غذا د بندیدلو ،میکروبي پلک، یا هم د مقابل غاښ په واسطه د زخم کیدلو څخه ورسته را منځ ته کیږي.
٤ کله چې په عقلي غاښ سربیره ورۍ راغلې وي او تل زخم کیږي.