په هلمند کې په تېرو ۶ میاشتو کې د لایسنسونو وېشلو له لارې ۲۸۶۰۰۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي

په هلمند کې په تېرو ۶ میاشتو کې د لایسنسونو وېشلو له لارې ۲۸۶۰۰۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هلمند د ترافیکو مدیریت مسؤلینو رسنیو ته ویلي، چې د تېرو ۶ میاشتو په موده کې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د لایسنسونو د وېشلو له لارې ۲۸۶۰۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

هغوئ زیاتوي، د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې یې ۴۰۰ پوځي او ملکي موټر چلوونکو ته لایسنسونه ورکړي او ۱۵۰ نور یې تمدید کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو په بار بار ویلي چې د هېواد په ټولو عایداتي ادارو کې د طالبانو له واکمنیدو سره فساد کم شوی او عواید زیات شوي دي.

Back to top button