په لوګر کې یوه مېرمنه د خاوند لخوا وژل شوې

په لوګر کې یوه مېرمنه د خاوند لخوا وژل شوې

په لوګر کې یوه مېرمنه د خاوند لخوا وژل شوې.

د لوګر ولایت محلي چارواکي مني چې د دغه ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې یؤ سړي خپله مېرمنه وژلې ده.

د لوګر ولایت د مقام ویاند عمر منصور وایي چې دا پېښه د قوس په ۱۱مه د تېرې پنجشنبې په ورځ را منځته شوې.

د هغه په خبره مجرم د ا.ا ځواکونو نیولی او د پېښې په اړه ترې څېړنه روانه ده.

د سیمې خلکو ویلي چې دغه پېښه د وژل شوې ښځې په کورنۍ کې د یوې وړې لفظي شخړې له امله رامنځته شوې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button