په شهزاده سرای کې چاودنه وشوه
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله شاوخوا لس تنه ټپيان شوي دي.
نن يکشنبه سهار لس بجې د کابل ښار په شهزاده سرای کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله شاوخوا لس تنه ټپيان شوي دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی.
د هجران په نوم د سيمې يو عيني شاهد پنجره ورځپاڼې ته وويل: شاوخوا لس بجې وې، په سرای کې دننه د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته وه او زه په دوکان کې وم، چې ناڅاپي چاودنه رامنځته شوه. نوموړی وايي چې ما په خپلو سترګو لس تنه وليدل چې د دغې چاودنې له کبله ټپيان شول او د ځينو حالت هم ښه نه و.
له پېښې څو شېبې وروسته امنيتي ځواکونو د خلکو پر مخ د ياد سرای دروازه تړلې، چې تراوسه يې نه ده پرانيستې.
بلخوا بيا د کورنيو چارو وزارت د پېښې د تائيد تر څنګ وايي، کوم چا د پيسو د غلا کولو په موخه د خلکو په منځ کې لاسی بم غورځولی چې له کبله يې ۱۰ تنه ټپيان شوي دي. ياد وزارت وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
شهزاد سرای د افغانستان د پيسو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز يادېږي، چې دمګړی د چاودنې له امله تړل شوی دی.