په خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو د روان اقتصادي وضعیت اغیزې

په هېواد کې د روان اقتصادي وضعيت له وجې په خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو کې د زده کوونکو او محصلينو شمېر کم شوی دی. 

په کور دننه د رسنيو د راپورونو پر بنسټ په دې وروستيو کې د هېواد اقتصادي وضعيت ډېر خراب شوی دی؛ نو ځکه کورنۍ اړ شوي دي، څو خپل ماشومان له خصوصي ښوونځيو راوباسي او يا يې هم دولتي ښوونځيو ته انتقال کړي. د خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي چې د زده کوونکو په شمېر کې يې د پخوا په پرتله ډېر کموالی راغلی.

په ورته وخت کې خصوصي پوهنتونونه هم د خپلو محصلينو د شمېر له کموالي خبر ورکوي او وايي چې د هېواد روان خراب اقتصادي له وجې په بې شمېره کچه محصلين پوهنتونونو ته نه راځي او د فيس پرې کولو توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره د هېواد اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د ځوړ په لور روان دی او دا حکومت د اووه مياشتو په موده کې لا په دې نه توانېدلی، چې د هېواد اقتصادي بحران مخه ونیسي.

Back to top button