په تېرو ۴میاشتو کې ۳۴۰زره برښنایي پېژندپاڼې ویشل شوي

په تېرو ۴میاشتو کې ۳۴۰زره برښنایي پېژندپاڼې ویشل شوي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په تېرو ۴ میاشتو کې ۳۴۰ زره برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا اوس مهال په ټول هېواد کې د پخوانیو چاپ شویو پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده، په وینا یې په ۲۰ نورو ولایتونو کې د نویو پېژندپاڼو د چاپ او وېش بهیر هم په عادي ډول پرمخ روان دی.

په دغو ولایاتو کې کابل، ننګرهار، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندز، فراه، نورستان، سمنګان او تخار شامل دي.

یاده اداره وایي چې د برښنایي پېژندپاڼو غوښتونکي په کابل او هرات کې په آنلاین بڼه او په پاتې نورو ولایتونو کې په کمپیوټري بڼه د فورمو له ډکولو وروسته کولای شي د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو په موخه اقدام وکړي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د معلوماتو په اساس په یادو ولایتونو کې هره ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زرو کسانو ته برښنایي پېژندپاڼې ورکول کېږي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button