په افغانستان کې د وژل شوي چاپاني ډاکټر ناکامورا همکار کابل ته راغلی

په افغانستان کې د وژل شوي چاپاني ډاکټر ناکامورا دوست او همکار نیشیتاني فامیکوزو کابل ته راغلی.
د طالبانو د سرپرست حکومت لوړپوړي چارواکي انس حقاني پر خپله ټیویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې یې د ناکامورا له همکار نیشیتاني فامیکوزو سره کتلي دي.

حقاني زیاتوي، چې د ناکامورا همکار غواړي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا ځلې پیل، او په رغنیزو پروژو کې همکاري وکړي.

انس حقاني وایي، چې په افغانستان کې د اوبو لګونې او کرنې په برخه کې د وژل شوي ډاکټر ناکامورا هڅې د قدر وړ دي او زیاتوي، چې د ناکامورا همکارانو ته مو بشپړ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې پرته له کومې امنیتي وېرې د رغنیزو پروژو د پلې کولو چارې پیل کړي.

ډاکټرناکامورا په سیمه کې د کاکا مراد په نوم شهرت درلود، دجاپان اړوند د یوې خیریه موسسې رئیس ؤ، ۲۵ کاله یې د افغانانو ته خدمت وکړ او د ۱۳۹۸ لمریز کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲ نېټه ننګرهار کې په یوه وسله وال برید کې له ۵ افغانانو سره یو ځای د نامعلومو کسانو له لوري ترور شو.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکو غوښتنه کړې وه چې په دې ولایت کې دې د ناکامورا نیمګړۍ پروژې بشپړې شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button