پنجشیر کې د آب دوا ګولایي د پراخولو کار دوام لري

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي، چې د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ اړوند د پنجشیر د عمومي سړک په اوږدو کې د سړک د سور د پراخولو په موخه د آب دواه ګولایي د برش کاري او کټینګ کار جریان لري.

هغوئ زیاتوي چې د ګولایي د کټنګ کاري دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۵۸۸۰۰۰زره افغانیو په ارزښت تړون شوې، چې دا مهال یې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

هغوئ همداراز وایي، د پنجشیر ولایت د عمومي سړک په اوږدو کې ځیني کږلیچونه او تنګې ګولایانې شتون لري، چې د موټر چلونکو د لید سیمه په سمه توګه نه ویني، او د زړه بږنونکو ترافیکي پېښو سبب کېږي، چې د دغه کار له بشپړېدلو سره به د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي او د یادو ولسوالیو اوسیدونکي به په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button