پاکستانی حکومت ناهيلی شوی

په افغانستان کې د نوي حکومت په واک ته رسېدو سره پاکستان سخت ناهيلي شوی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو مطلب په څرګندولو سره ویلي، پاکستان تمه لرله چې په افغانستان کې د طالب حکومت واک ته رسېدو سره به ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني او دغه راز به د پاکستاني طالبانو مشران پاکستاني حکومت ته وسپاري، خو طالب حکومت دا یو کار هم ونه کړ.

ياده ورځپاڼه لیکي د طالب حکومت خپلواک چلند او د پاکستان پر وړاندې د واضح دریځ لرل د پاکستان حکومت سخت ناهیلی کړی دی.

د مطلب لیکوال زیاتوي داسې ښکاري چې د کرښې د رسمیت پېژندلو په تړاو د پاکستان هيلې له خاورو سره خاورې شوې او په افغانستان کې یې د نفوذ خوبونه هم په سیند لاهو کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې داسې مهال دغه مطلب خپروي چې پاکستان په وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په هکله له طالب حکومت سره څو ځلې د خبرو کوښښ هم وکړ، خو افغان لوری وایي دا د ولسونو ده او حکومت په دې هکله د ولسونو له غوښتنې څخه ملاتړ کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button